CRI Online

د چين استازي له سوريې سره د مرستې د زياتوالي غوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-25 17:24:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اپريل په ۲۴مه نېټه د يوې رئيسه اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اوس د سوريې بحران په ګردې کرې کې د تر ټولو ډېر سخت بشردوستۍ د بحران سبب ګرځېدلی دی. نو د سوريې اړوندې خواوې بايد سمدلاسه د زور زياتي له کړو وړو څخه لاس واخلي او نړيواله ټولنه بايد له دغه هېواد سره لا زياتې مرستې وکړي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د سوريې بحران له پيل راپدېخوا څه باندې دوه سوه ا و شل زره کسان وژل شوي دي او له نيمې نه زيات سوريايان له خپلو کورونو څخه وتلي دي چې له دې جملې څخه لږ تر لږه درې مليونه او نهه لکه تنو ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي. په سوريه کې څه باندې دوولس مليونه او دوه لکه کسان ذ بشردوستۍ مرستو ته اړتيا لري چې له دې جملې څخه څلور سوه او څلوېښت زره تنه په بندو شويو سيمو کې ژوند کوي.

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي وويل، چې اوس په سوريه کې د بشردوستۍ حالات د سختېدو په حال کې دي او په سوريې او د هغې په ګاونډيو هېوادونو کې د بشردوستۍ اړتياوې ګام په ګام زياتېږي. نو نړيواله ټولنه دې د اړوندو هېوادونو د اړتياوو سره سم عمده ځايونه وټاکي او په ځانګړی توګه ورسره مرسته وکړي. چين په څو ډوله له سوريايانو او په نورو هېوادونو د سوريې له پناه وړونکو سره د مالونو او پيسو په شمول مرستې کړې دي. چين به د حالاتو د بدلونونو له مخې، په مداومه توګه له دغو کسانو سره مرسته وکړي. دغه راز، چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د سوريې مسئلې د سياسي حل لپاره کوښښ وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای