د اپريل په ٢٤مه نېټه د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو د اسيايي او افريقايي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په موخه د اندونيزيا په بندونګ کې راغونډ شول او د بندونګ غونډې د جوړېدو د ٦٠ کليزې د يادونې په فعاليت کې يې برخه واخيسته. په انځور کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيا، افريقا او نورو سيمو د هېوادونو له مشرانو سره د اسيا او افريقا نومی سړک کې د بندونګ غونډې د جوړېدو پخوانۍ ودانۍ ته د ورتګ په حال کې، رئيس شي جين پينګ، د ده مېرمن پنګ لي يوان ، د اندونيزيا ولسمشر جيکو ويډوډو او مېرمن يې د ډلې په سر کې روان او د سړک پر دواړو غاړو ګڼې ګوڼې ته يې لاسونه خوزوي.
د اسيايي او افريقايي هېوادونو د مشرانو عکس
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |