د بريټانيا د (( ورځنی پوسټ )) ورځپاڼې د خبر له مخې، په بريټانيا کې يوې چرګې چې خاونده يې د شانون هايس په نوم يوه ١٢ کلنه بريټانوي نجلۍده، په دې وروستيو ورځو کې د ګردې کرې تر ټولو کوچنۍ هګۍ واچوله. د دغه هګۍ له اندازه ګيرۍ وروسته دا تاييده شوې چې د دې هګۍ اوږدوالی يوازې ١.٨ سانټي متره دی چې دغه شمېر په ګېنس نړيوالو ريکارډونو کې د ثبت شوی ريکارډ په پرتله ٣ سانټي متره کم دی . اوس دغه هګۍ په ښه توګه د شانون هايس د کور په برقي يخچال کې ساتل کيږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |