CRI Online

د نيپال د سختې زلزلې له امله ۷۲۰کسان وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-25 21:08:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نيپال د پوليسو په خبره د سختې زلزلې له امله ۷۲۰ کسان وژل شوي دي. د کتمدو نړيوال هوايي ميدان بند شو او کتمدو ته ټولې الوتکې به هند ته والوځي. د نيپال د مطبوعاتي چارو وزير له نړيوالې ټولنې څخه د بيړنيو مرستو غوښتنه وکړه. په عين وخت کې د هند يو چارواکي وويل، چې د دغې زلزلې له امله د هند په ختيځي برخه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شول. اوسمهال د هند دوې الوتکې د مرستندويه مالونو په وړلو سره نيپال ته حرکت کړې دي.

په نيپال کې د چين سفارت د دې پخلی وکړ چې دوه چيني اتباع چې د چين او نيپال په سرحدي بندر کې يې کار کاوه، په دغه زلزله کې وژل شوي دي. د امريکا د سي ان ان د خبر له مخې، د زلزلې له پېښېدو نه وروسته د جومولاما په څوک باندې د واورې د ښوئيدو پېښه وشوه. دغه راز، د چين د تبت په شلامو او جي لونګ ولسواليو کې پنځه کسان وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.

بر سېره پردې، په پاکستان، ماليزيا، بنګلاديش کې زلزله هم احساسولی شوه. د چين د زلزلې ادارې د درېيمې کچې بيړنۍ لايحه پلی کړې ده او د تبت د خپلواکې سيمې د زلزلې ادارې مصيبت ځپلو سيمو ته يو کاري ګروپ لېږلی دی.يه عين وخت کې د چين نړيواله مرستندويه ډله هم له نيپال سره د مرستې لپاره چمتو شوی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای