CRI Online

د نيپال د سختې زلزلې له امله له ١١٠٠ تنو نه زيات کسان مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2015-04-26 09:36:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل د ٢٥مې نېټې په شپه د نيپال د پوليسو له خوا د تازه خپور شوي خبر له مخې، د همدې ورځې په غرمه د نيپال په پلازمينه کتمندو کې د ريکتار د ٨.١ درجو په سختوالي د زلزلې له امله له ١١٠٠ تنو نه زيات کسان مړه شوي دي. د هند د خبر له مخې، د هند د ختيځې برخې او نيپال ترمنځ په سرحدي سيمه کې د دغې سختې زلزلې له امله لږ تر لږه ١٤ تنه مړه او لسګونه کسان ټپيان شوي دي. په نيپال کې د چين د سفارت په خبره د دې زلزلې له امله په نيپال کې ٤ چينايان مړه او ٥ تنه نور سخت ټپيان شوي دي. له نيپال سره نژدې د چين د تبت په څو ولسواليو کې زلزله ډېره احساس شوه چې له امله يې ١٣ تنه مړه او زيات کسان نور ټپيان شوي دي.

بر سيره پر دې د هند په نوي ډيلي، شمالي سيمو او ځينو ختيځو ايالتونو کې ياده سخته زلزله احساس شوه او دغه خبر تاييد شوی چې ١٤ تنه مړه شوي دي. په همدې ورځ په پاکستان، ماليزيا او بنګلاديش کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي وو.

د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي که چيانګ او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په جلا جلا توګه د دې پېښې په اړه د نيپال صدراعظم رام بران يادف، صدراعظم سوشيل کويرالر او د بهرنيو چارو وزير مهيندرا بهدور پنډي ته د خواخوږۍ پېغامونه وليږدول او د مړو شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو ته يې خواشيني او همدردي څرګنده کړه، او و يې ويل چې چين به تر خپلې وسې پورې له نيپال سره مرستې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای