CRI Online

په تبت کې د نيپال د شوې زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ١٧ تنو ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2015-04-26 09:54:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢٦مه نېټه د تاييد شوي تازه خبر له مخې، تر اوسه پورې د چين په تبت کې د نيپال د سختې زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ١٧ تنو ته رسيدلی، ٥٣ تنه نور ټپيان او څه دپاسه ١٢٠٠٠ تنه له زلزله ځپلې سيمې څخه نورو خوندي ځايونو ته کډه شوي دي. اوس په تبت کې ژغورونکي کارونه او مرستې روانې دي. د چين د ولسي بخښوونکي پوځ د لوی درستيز رياست او سياسي رياست د اپريل په ٢٦مه نېټه د بېجينګ او چنګ دو پوځي اداري سيمو، هوايي پوځونو او پوځي پوليسو ته امر ورکړ چې بايد تر وسې پورې د ناورين په مقابل کې له تبت سره مرستې وکړي.

د معلوماتو له مخې، په نيپال کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته د کتمندو هوايي ميدان د څه وخت لپاره بند شوی و او له نيمې ورځې وروسته بيا پرانيستل شو. د تبت د ګونګا هوايي ډګر له نيپال څخه چين ته د الوتنې لومړی تمځای دی. نو د تبت د سرحدي دفاع د عمومي ډلې په اړه د لاسا سرحدي پوسته د کورنيو الوتکو د سالمو ننوتلو لپاره بېړني تدبيرونه طرحه او عملي کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای