د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نيپال د حکومت په غوښتنه، له ٦٢ تنو څخه جوړ شوي د چين نړيواله ژغورونکې ډله د اپريل د ٢٦مې نېټې په ٦ بجو د نيپال له زلزله ځپلو سيمو سره د بشري مرستې په موخه د چين د بېجينګ له نړيوال هوايي ډګر څخه خوځېدلې ده.
په ياده ډله کې د ژغوروونکو، طبي کارکوونکو، د زلزلې کارپوهانو او د تخنيکي کارکوونکو په شمول ٦٢ تنه شامل دي چې له ځانه سره يې اړوند مرستندويه تجهيزات او ٦ لټوونکي سپيان هم بولي دي.
د يادې ډلې زياتره غړيو د چين، پاکستان، جاپان او نورو ځايونو په زلزلو کې د ژغورنې په کارونو کې ګډون کړی، نو دوی د ژغورنې تجربه لرونکي دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |