د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نيپال د کورنيو چارو وزارت د اپريل په ٢٦مه نېټه اعلان وکړ چې د اپريل د ٢٥مې نېټې د سختې زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٢٢٠٠ تنو ته رسيدلی او ٤٧١٨ تنه نور ټپيان شوي دي. دغې زلزې ډېر زيانونه رسولي دي. نړيواله ټولنه له زلزله ځپلو سيمو سره د مرستو د پياوړتيا په هڅه کې ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدارعظم لي که چيانګ په جلا جلا توګه د نيپال ولسمشر او صدراعظم ته د خواخوږۍ پېغامونه ليږدولي دي. د چين د نړيوالې ژغورونکې ډلې ٦٢ غړي د اپريل د ٢٦مې نېټې په سهار وختي له چين څخه نيپال ته خوځېدلي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د بشر دوستۍ مرستندويه لايحه شروع کړی او له اړوندو څانګو سره د مشخص مرستندويه پلان په جوړولو بوخت دی.
د م م سرمنشي بان کي مون د نيپال حکومت او زلزله ځپلو خلکو ته د زړه کومې همدردي څرګنده کړه او و يې ويل چې م م به له نيپال سره تر وسې پورې مرستې وکړي.
د امريکا سپينې ماڼۍ ويلي چې امريکا به ژغورونکې ډله نيپال ته وليږي او يو مليون امريکايي ډالره مرسته به هم وکړي. د بريټانيا، فرانسې او المان په شمول د اروپايي هېوادونو مشرانو او اروپايي ټولنې له نيپال سره مرسته کول ياد کړي، خو د مرستندويه پيسو مشخص شمېر يې نه دی ياد کړی. روسيې او سينګاپور په جلا جلا توګه ژغورونکې ډلې ليږلې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |