د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ورځپاڼې د اپريل په ٢٥مه نېټه خبر ورکړ، د ايران د نفتو وزارت په اړه د اوپيک چارو د څانګې مشر ميهدي عسالي وويل، چې ايارن هيله لري چې د نفتو په نړيوال بازار کې خپل مقام عاده شي.
نوموړي وويل، چې که د ايران د ذروي مسئلې په اړه اخري تړون لاسليک شي، ګڼ شمېر پيسې او عالي تخنيکونه به د نړيوالو تصديو په وسيله د ايران د نفتو او طبيعي ګازو په صنايعو کې ګډون وکړي، دغه راز د ايران د نفتو، طبيعي ګازو او د نفتو د کيمياوي توليداتو توليدي توان به لوړ شي او ورپسې د انرژۍ په نړيواله ساحه کې به د ايران اندازه او مقام لوړ هم شي.
اوس د ايران د ذروي مسئلې په اړه د ايران او نورو شپږو اړوندو هېوادونو سره د اخري تړون له لاسليکېدو څخه يوازې له ٣ مياشتو نه کم وخت پاتې دی، زيات لويديځ هېوادونه او تصدۍ غواړي چې پر ايران د بنديزونو له لغوه کېدو وروسته د نفتو او طبيعي ګازو په برخو کې له ايران سره همکاري پياوړې کړي.
عسالي دې ته اشاره وکړه چې نفتو ته نړيوالې اړتياوې د زياتېدو په حال کې دي، اوپيک به په هغه غونډه کې چې ژر به پرانيستل شي، مهم پريکړه وکړي، د نفتو د نړيوال بازار حالت به ښه شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |