CRI Online

د ځغاستې په لوبه کې د چين پخوانی مشهور لوبغاړی ليو شيانګ (١)

cri     (GMT+08:00) 2015-04-28 17:29:40

د ٢٠١٥ کال د اپريل په اوومه نېټه چينايي لوبغاړي ليو شيانګ چې د دوه دېرش مياشتني د پښې له ټپ سره مقاومت او مقابله وکړه، په اخر کې يې د مجبوريت له مخې پرېکړه وکړه چې د سلو لس مترو په واټن له خنډونو سره د ځغاستې له لوبې څخه ووځي. هغه د اولمپيک په لوبو کې اتلولي تر لاسه کړې وه، د ټولو چينايانو لپاره نمونه او د چين د سپورتي چارو يوه نښه هم وه.

ليو شيانګ په ١٩٨٣ کال کې د شانګهای ښار په يوه عادي کورنۍ کې زېږېدلی. کله چې هغه لس کلن و، د شانګهای د پو تو سيمې د هلکانو په سپورتي ښوونځي کې شامل شو او د جګ ټوب وهلو په روزنې يې پيل وکړ او تر يوې مودې روزنې وروسته يې د شانګهای د هلکانو د جګ ټوب په سيالۍ کې لومړی مقام تر لاسه کړ. بيا وروسته يې له خنډونو سره د ځغاستې روزنه پيل کړه او په ١٩٩٦ کال کې يې د شانګهای د هلکانو د يي ګروپ کې اتلولي تر لاسه کړه. دا د ده په خاطرو کې له خنډونو سره د ځغاستې په لوبه کې لومړۍ اتلولي وه.

خو څرنګه چې ليو شيانګ په دغه سپورټي ښوونځي کې ډېر کشر و، نو کله کله به د نورو هلکانو لخوا ځورول کېده. نو وروسته ليو شيانګ له دې ښوونځي څخه ووت او د يي چوان په منځني ښوونځي کې شامل شو. په هغه وخت کې ليو شيانګ پلان درلود چې د زده کړې تر څنګ سپورټي روزنې ته هم دوام ور کړي او په راتلونکي کې د يوه غښتلي لوبغاړي په توګه په ملي کانکور کې کامياب شي.

په ١٩٩٨ کال کې ليو شيانګ د هيواد د غوره استاذ سون های پينګ سره مخامخ شو چې له امله يې برخليک هم بدل شو. استاذ سونګ ليو شيانګ ته ډيره پاملرنه کوله، خو څه موده وروسته ليو شيانګ له سپورټي ښوونځي څخه ووت ، نو سون های پينګ تر ډېر وخت وروسته ليو شيانګ بيا پيدا کړ. استاذ سون خبريال ته وويل

(( هغه وخت ما ليدل چې په همزوليو کې د ليو شيانګ ونه لوړه ده، که څه هم د ده مهارت لږ څه کمزوری و، خو د ځغاستې پر لوبه ښه پوهېده، دا دده طبيعي وړتيا وه. نو و مې غوښتل چې دغه هلک روزنه وکړم او پر دې مې باور درلود چې هغه به ښه لاسته راوړنې ولري. ))

استاذ سون های پينګ د ليو شيانګ پلار و مور قانع کړل چې خپل زوي بيرته سپورټي ښوونځي کې شمال کړي او له دې وروسته ليو شيانګ د خپلې هيلې د بشپړولو په لوري ګام په ګام پرمخ ولاړ .

په لسګونو کلونو کې ليو شيانګ له استاذ سون سره ژوره دوستي ټينګه کړه ، ته به وايي لکه پلار او زوي چې وي . يو وار ليو شيانګ بيرته کور ته لاړ او خپل پلار ته يې په ناپامۍ کې استاذ وويل.

د ٢٠٠١ کال د جولای ديارلسمه نېټه د ليو شيانګ د زېږدنې کلنۍ کليزې سره برابره وه او په همدې ورځ بېجينګ په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک لوبو د کوربتوب حق تر لاسه کړ چې په دې توګه د چين سپورټ هم د دې غوره فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره د ګړندۍ پرمختيا پړاو ته داخل شو . همداشان په همدې کال کې ليو شيانګ هم د ځغاستې په لوبه کې ښې لاسته راوړنې ولرلې . مثلا د همدې کال د می په مياشت کې هغه په ملي سپورټي لوبه کې په ١٣ اعشاريه ٣٢ ثانيو سره مخکښ او طلايي ميډال يې تر لاسه کړ او ورپسې يې په پر له پسې توګه په جاپان کې د ختيځې اسيا په سپورټي لوبه او د چين په عمومي سپورټي لوبه کې لومړی مقام ونيوه. بيا وروسته د همدې کال د اګست په اته ويشتمه نېټه ليو شيانګ په بېجينګ کې د نړيوالو محصلينو په سپورتي لوبه کې د يو سلو لس مترو په واټن خنډ لرونکې ځغاسته کې طلايي مډال تر لاسه کړ، دا په نړيواله سيالۍ کې د ليو شيانګ لخوا تر لاسه شوی لومړی طلايي مډال و. خو د همدې کال په کاناډا کې د ځعاستې په نړيوال اتلولۍ کې ليو شيانګ غوښتل د لومړي ځل لپاره د بالغانو په نړيواله سيالۍ کې ګډون وکړ، پايلوبې ته و نه منل شو . هغه وخت ځوان ليو شيانګ لږ څه نور وخت ته اړتيا درلوده. درې کاله وروسته، پوره عمر ته رسېدلي ليو شيانګ د اتن د اولمپيک لوبو د ځغاستې په لوبه کې په ١٢ اعشاريه ٩١ ثانيو کې تر نورو مخکې او طلايي مډال يې تر لاسه کړ. دا لومړی ځل و چې ليو شيانګ د اولمپيک په نړيوالو لوبو کې ګډون وکړ او هغه لومړی چينايي نارينه لوبغاړی شو چې د اولمپيک لوبو د اتلاتيک طلايي مډال يې تر لاسه کړ. په دې وسيله ليو شيانګ د ټولو چينايانو وياړ وګرځېد. ور پسې له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پورې ليو شيانګ په يو لړ نورو نړيوالو سياليو کې هم اتلولۍ تر لاسه کړې او په خپل مسلک کې لوړې سويې ته ورسېد.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای