CRI Online

د های نان په ولايت کې د زومانو او ناويو د عکسونو اخيستلو توده څپه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-30 10:28:14

په دې وروستيو کلونو کې د چين های نان ولايت د زومانو او ناويو لپاره د عکسونو اخيستلو او د ګشت، سيل يو په زړه پورې ځای ګرځيدلی دی. په های نان ولايت د سمندر پر غاړه اسمان شين او لمرين دی، سمندر ابی او پراخ دی او د بېلا بېلو ډولو ونې شنې دې چې دا ټول ښکلې منظره جوړوي. هر کال د های نان ولايت زيات شمېر جوړې زومان او ناوې جلبوي.

په چين کې د سيلانيانو د مصرف سويې د لوړتيا سره سره زيات شمېر نوي زومان او ناوې غواړي په های نان ولايت کې د واده يادګاري عکسونه واخلي. ناوې لي لي په خوښې سره وويل، زه د چين په شمال کې اوسيږم چې هلته اوس هوا ډېره سړه ده او د واده لپاره ښکلې لمن نه شم اغوستلی، خو په های نان ولايت کې هوا ډېره مناسبه ده او د سمندر په غاړه کې د عکسونو اخيستل ډېر ښکلي او په زړه پورې دي.

د سان يا د واده عکسونو د اخيستلو شرکت مشر سانګ يانګ وويل په وروستيو دوو کلونو کې زيات شمېر زومانو او ناويو های نان ته سفرونه وکړي او د واده يادګاري عکسونه اخلي. لا زيات کسان غواړي په دې ښکلی ټاپو کې د نيکمرغۍ خوښۍ يادګاري عکسونه واخلي. دغه بازار ورځ په ورځ پراخېږي ، مينوال او مشتريان هم د زياتېدو په حال کې دي.

په واقعی ډول ويلی شو چې د واده عکسونو اخيستل د های نان د اقتصادي پرمختګ د هڅونې لپاره ډېر اهميت لري، څرنګه چې سيلانيان په های نان ولايت کې ښکلي عکسونه اخلي، د های نان ښکلې منظرې په دې وسيله نورو ته معرفي کېږي. په های نان ولايت کې د واده چارو د بازار پرمختګ سره سره په دغه ولايت کې د واده عکسونو د اخيستلو شاو خوا اويا شرکتونه جوړ شوي دي. بر سيبره پر دې د بيجينګ، شانګهای ښارونو او د سی چوان ولايت په شمول له پرمختلليو اقتصادي ځايونو څخه د واده د عکسونو اخيستلو شرکتونو هم په های نان کې د عکسونو اخيستلو خپلې فرعی څانګې پرانيستلي دي.

اوس حکومت تر وسې پورې د های نان په منظرو لرونکو سيمو کې د واده په اړوند د تجهيزاتو او چارو هڅونه کوي چې دې تشويقي چارو د های نان د واده د عکسونو اخيستلو بازار ته ښه فرصتونه رسولي دي. د اړوندې شميرنې له مخې،د واده سره تړلي نور لکه د توکيو اخيستل د هوټل، رسټوراټونو، د واده د عکسونو اخيستلو او د سفر په شمول د څلويښتو نورو چارو پرمختګ هڅولو لپاره امکانات برابر کړي. د مالوماتو له مخې اوس په های نان ولايت کې د واده د عکسونو اخيستلو او د سفر کولو په ګډېدو سره نوي زومان او ناوې راجلبوي.

هغه ځوانان چې د فيشن په لټه کې دي او فېشن يې خوښيږي، د های نان په ولايت کې د واده ښکلي يادګاري عکسونه اخلي، د دوی د مصرف توان ډېر اوچت دی چې د هرې جوړې زوم او ناوې لپاره د خوړلو، اوسيدو، سفر او عکس اخيستلو ټول لګښتونه يې څه دپاسه اته زره امريکايی ډالرو ته رسېږي. د واده د عکسونو اخيستلو په اړه د بېلا بېلو ډولونو خدمتونو لګښتونه هم ښايي له څو سوو څخه تر لس ګونو زرو امريکايی ډالرو پورې ورسېږي، نو په های نان ولايت د واده په اړه د خدمتونو چارې يو ډول نوې سمسورې چارو ګرځېدو په حال کې دی چې په سل ګونو مليونه امريکايی ډالرو توليدی ارزښت جوړېدای شي.

ګرانو اوريدونکو، په چين کې نوي زومان او ناوې د واده د نمانځنې لپاره ډېر غواړي د ځانګړو جامو په اغوستلو سره ښکلي عکسونه واخلي او د واده د مراسمو له تر سره کېدو وروسته سيلانی ځايونو ته سفر وکړي. په دې وروستيو کلونو کې په دې برخه کې د ځوانانو د لګښتونو اندازه ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کې دي، خو دغه عکسونه او سفر د زومانو او ناويو په ټول ژوند کې د يادونې وړ خاطرو په توګه پاتې کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای