CRI Online

په قزاقستان کې د چيني تجارتي مالونو د ١٣ مې دورې نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-05-22 16:03:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د قزاقستان د چيني تجارتي مالونو د ١٣ مې دورې نندارتون د می په ٢١ مه نېټه د قزاقستان په الماتا کې د اتکينت په نندارتون کې پرانيستل شو او د لويې پيمانې او ګڼ شمېر تجارتي مالونو په لرلو سره يې زيات نندارچيان جلب کړي دي.

په دغه نندارتون کې چې عمومي مساحت يې ٨٠٠٠ مترو مربع ته رسيږي، په عمده توګه تخنيکي تجهيزات، موټرونه ، ساختماني مواد، د کور اسباب او الکترونيکي توليدات وړاندې شوي او د چين د شينجيانګ ، شان شي، ګان سو ، سې چوان او جه جيانګ په شمول د لسو ولايتونو او سيمو څه باندې د ٣٠٠ تصديو د سلګونو ډولونو توليدات نندارې ته ايښودل شوي دي.

په الماتا کې د چين عمومي کونسل جانګ وې د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې د دغه نندارتون د پرانيستلو او د ټولو مېلمانو د راتګ هرکلی وکړ او د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو لوړه ستاينه يې هم وکړه. ده وويل:

((د چين او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ نژدې اړيکې بې سارې دې. دوې اوونۍ مخکې کله چې نورسلطان نظربايف د بيا ځل لپاره د قزاقستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همغه وخت کې يو ځل بيا له قزاقستان څخه ليدنه وکړه چې له دې څخه د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو لوړه سويه او ځانګړتيا ښکاريږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به نورې هم پياوړې شي.))

د الماتا مرستيال ښاروال يوريج لين د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو په چټک پرمختګ سره په دې وروستيو کلونو کې په الماتا کې هغې تصدۍ چې د دواړو هېوادونو په ګډو پانګو جوړيږي،زياتې شوي دي. هغه هيله وښوده چې په دغه نندارتون کې چيني تصدۍ څه لاسته راوړنې ترلاسه کړي. ده وويل:

(( په دې وروستيو کلونو کې په الماتا کې د دواړو هېوادونو په ګډو پانګو جوړې شوې تصدۍ زياتې شوي او اوس شمېر يې تر ٣٩٠ څخه هم اوښتی دی، برسيره پردې،په نورو ١٦٠٠ تصديو په جوړولو کې هم چين پانګونې کړي دي، دې څخه څرګنديږي چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په جوړولو سره د چين او قزاقستان ترمنځ همکارۍ مخ په پياوړتيا او ژورتيا دي. هيله لرم چې چيني سوداګر به نه يوازې په قزاقستان کې سوداګريز فرصتونه پيدا کړي ، بلکې له قزاقستانيانو سره به دوستي نوره هم ټينګه کړي.))

د شينجيانګ د اويغوري خودمختاري سيمې د ولسي کانګرس مرستيال رئيس جپار حبيب الله هم د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه او ويې ويل:

(( هيله لرو چې د روان نندارتون له لارې د چين د شينجيانګ او قزاقستان ترمنځ سوداګريزې همکارۍ او د دواړو خواوو د تصديو ترمنځ تګ راتګ نور هم پياوړی شي.))

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ ادارې مرستيال رئيس وو تونګ دياو وويل، قزاقستان د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په ابادۍ کې يو مهم ګډونوال دی، باور لرم چې د روان نندارتون له لارې به د چين او قزاقستان ترمنځ تګ راتګ لازيات شي او د ورېښمو لاره به نوره هم پراخه شي. ده وويل:

((د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو په برخه کې د يوه مهم ګډونوال په توګه قزاقستان د خپلواکو هېوادونو په ټولنه کې د چين دوهم لوی سوداګريز ملګری او په يوراسيا (Eurasia) کې د چين د پانګونې لومړی هدف ګرځيدلی دی. باور لرم چې د دغه نندارتون او د چيني او قزاقستاني سوداګرو د ګډو کوښښونو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصاد او سوداګريز تګ راتګ لا نژدې شي او د ورېښمو لاره به نوره هم پراخه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای