CRI Online

له نيپال سره د چين مرستې د ستاينې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2015-05-25 14:51:42

د اپرېل په ٢٥مه نېټه په نيپال کې د ٨ اعشاريه ١ درجې په کچه سخته زلزله وشوه او له لسو ورځو وروسته په دغه هېواد کې د ٧ اعشاريه ٥ درجو په کچه زلزله بيا رامنځته شوه .د نيپال د کورنيو چارو وزارت له شمېرنې سره سم د دغه هېواد په ٢٧ مليونو تنو کې څه نا څه ١٠ مليونه تنه د زلزلې له امله ځپل شوي دي چې په کې ٨٥ زره تنه مړه او ٢٠ زره تنه نور ټپيان شوي دي.

له يوې مياشتې راهيسې چين په پر له پسې توګه د نيپال زلزلې ځپلو سيمو ته مرستې برابرې کړي چې د نړيوالو ستاينې تر لاسه کړې.د چين د سوداګرۍ وزارت له شمېرنې سره سم، د مۍ تر ٧مې نېټې پورې چين د ٦٠ زرو مليونو يوانو په ارزښت ٥٤٦ ټنه مرستندويه توکي نيپال ته برابر کړي. دغه وزارت د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه وويل چې د چين حکومت له خوا د درېيم پړاو ٤٠ ټنه مرستندويه مالونه په ٢٠مه نېټه نيپال ته سپارل شوي دي.

تر څو اوونيو وروسته چيني ژغورونکو په وار سره ايستلي دي.د مۍ په ٢٤مه نېټه په نيپال کې د چين د حکومتي طبي ډلې د ٥٦ غړو ژغورنې دندې پای ته ورسېدې چې په سالم ډول يې بېرته چين ته ستانه شول.د دې طبي ډلې مرستيال او د چونګ چينګ ښار د بيړنۍ طبي مرکز مرستيال دو دينګ يوان وويل

(اواز ١)

طبي ډلې د سختو حالتو په وړاندې کارونه تر سره کړي او دندې ډېرې سختې دي.د غړو د غوره کارونو له امله د نيپال د صدراعظم،د بهرنيو چارو وزير او د روغتيا وزارتونو ستاينې تر لاسه کړې دي او په دې وسيله د چين او نيپال د خلکو ترمنځ دوستي لاپياوړې شوې ده.

د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه د چنګ دو پوځي سيمې د ١٤مې ډلې له خوا د ژغورنې ډلې هم ٢٠ ورځنۍ مرستندويه دنده پای ته ورسېدله.د چيني حکومت د طبي ډلې مشر لو لين وويل

(اواز ٢)

وروستۍ زلزلې د نيپال د ژغورنې کارونه ګڼو ستونزمنو کارونو سره مخ کړي دي. نو تر مصيبتونو وروسته به طبي درملنې او وقايي دوام ولري.

د چيني حکومت له خوا د ژغورنې نه پرته د چين ملکي ډلو هم د ژغورنو په کارونو کې ګډون کړی و.د مۍ په ٢٤ مه نېټه د بېجينګ د داوطالبانو د ګډې ټولنې يو مسؤل څای پنګ خبريال ته وويل

(اواز ٣)

اوس د نيپال ټول مصيبت ځپلې سيمې خيمو ته اړتيا لري. خو د ترانسپورټي ستونزو له امله زيات شمېر خيمې په بندرونو او هوايي ډګرونو کې پاتې دي.چيني داوطالبانو ښه لارې چارې پيدا کړې چې د کورونو د جوړولو لپاره د نيپال خلکو ته اوسپنيز سر پوښي پناځايونه برابر کړي.

څای پنګ وويل چې د روانې مياشتې تر ٢٢مې نېټې پورې هغه د ٢٠٥ زرو په ارزښت د بسپنې پيسې تر لاسه کړي او ١٤٧ زره يوانه يې برابر کړی او نور پيسې به په راتلونکې اوونۍ کې مصيبت ځپلو سيمو ته ورکړي شي.

که څه هم نيپال د بېلا بېلو هېوادونو مرستندويه توکي او پيسې تر لاسه کړې،خو اقتصادي اعادې ته جدي اړتيا لري.د سيلانيزو چارو عايدات د نيپال په کورني توليدي عمومي ارزښت کې ١٠ سلنه نيسي،خو د ٨ اعشاريه ١ درجې د سختې زلزلې امله ١٢ نړيوال کولتوري ميراثونه ويجاړ شوي دي او پر سيمه ييزو سيلانيو چارو يې منفي اغېزه کړې ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای