CRI Online

د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک د ترکيې د تيکستل بانک اسهامو د اخيستلو مراسم په استامبول کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2015-05-26 16:25:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په پنځه ويشتمه نېټه د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک د ترکيې د تيکستل بانک د اکثرو اسهامو د اخيستلو مراسم د ترکيې په استامبول کې تر سره شول. دا لومړی ځل دی چې د چين بانک په ترکيه کې سوداګريز ارګان جوړوي چې د پولي چارو په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري يوې مهمې مرحلې ته رسېدلې ده.

تيکستل بانک په ټوله ترکيه کې ٤٤ فرعي څانګې او څه دپاسه نهه سوه کارکوونکي لري چې د سوداګرۍ بنسټ او توان يې ښه دی. د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک د مې په دوه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه بانک د ترکيې د تيکستل بانک د پنځه اويا اعشاريه پنځه سلنې اسهامو د اخيستلو په هکله د ترکيې له جي اس دي شرکت سره اړوند کارونه بشپړ کړي دي.

د صنايعو او سوداګرۍ د بانک مشر جيانګ جيان چينګ د پنځه ويشتمې نېټې په دغو مراسمو کې وويل تبادله شوی بانک به د ځايي سوداګرۍ د ښه تر سره کولو پر بنسټ له شاوخوا سيمو سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي او حتی د اروپا او اسيا تر منځ د سوداګريزو اړيکو د ټينګښت لپاره به کوښښ وکړي. برسيره پر دې، دغه بانک به د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک د مراجعه کوونکو، پانګو او ادارې په شمول له خدمتي شبکې څخه ګټه هم واخلي. ده وويل

(( له تبادلې وروسته، تيکستل بانک به د ترکيې د ښه کيفيت لرونکو منځنيو تصديو په وړاندې د عمومي خدمتونو توان لوړ کړي او د ترکيې د لويو مشهورو تصديو د پانګو د راغونډولو او د حسابولو خدمتونه به نور پياوړي کړي. ))

ښاغلي جيانګ جيان چينګ وويل په راتلونکي کې به تيکستل بانک د ترکيې د جغرافيې غوروالی او د سيمه ييز اقتصادي مرکز څخه په ګټه اخيستلو سره د هغو ګاونډيو هېوادونو د صنايعو او سوداګرۍ بانکونو سره همکارۍ پياوړې کړي چې له ترکيې سره يې د ښې دوستۍ اړيکې لري.

د چين او ترکيې تر منځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ تاريخي بنسټ لري او د پانګو، تکنالوژۍ او بازار په برخو کې دواړه خواوې يو د بل کمښت پوره کولای شي. له دې امله چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند جوړونه روانه ده او ترکيه د اسيا د پانګونې بانک د بنسټ اښودونکی غړی ګرځېدلی، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ راتلونکې ډېره ښه ده. په ترکيه کې د چين لوی سفير يو هونګ يانګ وويل د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک دغه ځل اخيستنه د پولي چارو په برخه کې د چين او ترکيې د همکارۍ د ژوروالی او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په اړه د پانګو د راغونډولو لپاره ستر اهميت لري. ده وويل

(( دغه اخيستنه په ترکيه کې د چين تر ټولو لويه يو ځل پانګونه ده او د دې لپاره به ګټوره وي چې تيکستل بانک د ترکيې د پولي بازار د ارامولو، د ترکيې د پولي چارو او اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره يو مهم غړی وګرځي، د چين او ترکيې د پانګې اچوونکو او د سوداګرو تر منځ يو پل وګرځي او د چين او ترکيې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره يوه مهمه پولي زمينه او د پيسو د راغونډولو يوه مهمه لاره وګرځي. ))

د ترکيې د صدراعظم مرستيال علي ببکن په دغو مراسمو کې وويل په وروستيو کلونو کې د ترکيې او چين تر منځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ ډېر ليدل کېږي او سوداګريز ارزښت يې په پر له پسې توګه د زياتېدو په حال کی دی. د ترکيې په پولي چارو کې د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک ګډون د ترکيې د تصديو لپاره ستر اهميت لري. ده وويل

(( د پولي چارو په برخه کې د ترکيې او چين همکارۍ ستر پټ توان لري، ننني مراسم يې يو ښه مثال دی. د چين د صنايعو او سوداګرۍ بانک په چين کې له مهمو بانکونو څخه يو دی، د دې بانک لخوا د ترکيې د بانکي تصدۍ اخيستل ډېر مهم کار دی. دغه اخيستنه د ترکيې د شخصي تصديو پرمختګ هڅوي او په ترکيه کې د چين د پانګونې يوه مهمه برخه هم ده. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای