د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شي ان "د يو کمربند او يوې لارې " د حلالو خوراکونو سمينار د مۍ په ٢٦ مه نېټه په شي ان ښار کې پيل شو او په دغه سمينار کې د چين او ماليزيا اړوندو چارواکو، کارپوهانو او سوداګرو د اقتصاد او سوداګرۍ، کلتور او سيلانۍ په برخو کې د چين او ماليزيا ترمنمځ د همکارۍ په هکله بحثونه وکړل.
په دغه سمينار کې د چين او ماليزيا تصديو د شي ان د حلالو غذا بشپړونکو خوراکونو د څېړلو او توليدولوپه اړه همکاريز تړون لاسليک کړ او په ګډې همکارۍ سره يې د شي ان او ماليزيا د حلالو خوراکونو بازار د جوړولو په اړه موافقه هم وکړه.
دغه سمينار د ٢٠١٥ کال د چين په شي ان ښار کې د يو کمربند او يوې لارې د حلالو خوراکونو او سيلانۍ فېسټيوال او د ماليزيا د حلالو خوراکونو فېسټيوال په نوم د فعاليت يوه برخه ده. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |