د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د سياسي او حقوقي کميټې منشي منګ جيان جو د مۍ په ٢٦مه نېټه په بېجينګ کې د عمومي منشي عاصم په مشرۍ د افغانستان د ملي ائتلاف له پلاوي سره وکتل.
منګ جيان جو وويل چې چين او افغانستان دوديزه دوستی لري او په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو او ګوندونو ترمنځ اړيکې په ښه توګه پرمختګ کړی.چين د سوله ييز پرمختګ لپاره د افغانستان د کوښښونو ملاتړ کوي.دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مهم محتويات دی چې په ګډه د افراطيت، ترهګرۍ او بيلتون غوښتنې په شمول د دغو دريو ځواکونو پر ضد مبارزه وکړي.چين غواړي په پر له پسې توګه له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد برخه کې تبادله وکړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره امن چاپيريال برابر شي.
عاصم وويل چې افغانستان د چين د کمونېست ګوند سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |