د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کې مون د می په شپږويشتمه نېټه وويل، چې د يمن د بېلا بېلو خواوو تر منځ د خبرو اترو موده وځنډول شوه.
بان کې مون د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، وروسته تر هغه وخته چې د يمن حکومت او نورو اړوندو خواوو له م م څخه د خبرو اترو د تياری او د لا اوږدوالي غوښتنه کړې ، بان کې مون د خبرو اترو د ځنډولو خبرداری د يمن مسئلې په هکله د م م خاص استازي شيخ احمد ته ورکړی دی.اوس بان کې مون ددې خبرو د ژر پيل لپاره هڅه کوي .په اعلاميه کې د خبرو وخت د ځنډولو موده نه ده ياده شوې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |