د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورنټ فابيوس د می په اوه ويشتمه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د اسلامي دولت ډلې پر ضد مبارزه پياوړې کړي، ځکه چې عراق او سوريه اوس له بيلتون سره مخامخ دي.
اسلامي دولت ډلې د می په اوولسمه نېټه د الانبار ولايت مرکز رمادي او په شلمه نېټه يې لرغونی ښار تدمور ونيول او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې سلګونه عام وګړي ووژل. په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې د قوت پراخېدل ډېر د انديښنې وړ دي.
فابيوس له دې مخکې اعلان وکړ چې د عراق حالاتو او له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په اړه نړيواله غونډه به د جون په دوهمه نېټه په پاريس کې تر سره شي. د عراق صدراعظم حيدر الاباد، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د المان د بهرنيو چارو فرانک والتير سډينمير په ګډون د شلو بډايه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي به په دې غونډه کې ګډون ولري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |