CRI Online

پارک ګيون هی به له اوباما سره وګوري

cri     (GMT+08:00) 2015-05-27 14:05:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د امريکا سپينې ماڼۍ د مۍ په ٢٦مه نېټه اعلان وکړ چې د ولسمشر بارک اوباما په بلنه به د راتلونکي جون په ١٦مه نېټه د جنوبي کوريا ولسمشره پارک کيون هی په سپينې ماڼۍ کې له اوباما سره خبرې اترې وکړي او د کوريا د ټاپو وزمې د امنيتي اوضاعو په اړه به ورسره بحث وکړي.

سپينې ماڼۍ وويل چې اوباما او پارک ګيون هی به د امنيت،اقتصاد او د ګردی نړۍ د يو لړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو په ساحو کې به د رول د لوبولو په اړه بحث وکړي.بر سېره پر دې،دواړه خواوې به د کوريا د ټاپو وزمې د اوضاعو په اړه هم بحث وکړي تر څو د شمالي کوريا ګواښ لېرې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای