CRI Online

لي يوان چاو له حامد کرزي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-05-27 14:21:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت مرستيال رئيس لي يوان چاو د مۍ په ٢٧ مه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

لي يوان چاو وويل، چين او افغانستان دوستانه ګاونډي هېوادونه دي او په ډېرو برخو کې دواړه هېوادونه يو د بل سره تفاهم لري، متقابل اعتماد لري او يو له بل څخه ملاتړ کوي. سږکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ مې کاليزې سره برابر دی، چين به له افغانستان سره يوځای د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونو، او امنيت په شمول په زياتو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د افغانستان له سوله ييزې بيارغونې او ملي روغې جوړې څخه به ملاتړ وکړي او په افغانسان کې د سولې ، ثبات او پرمختګ د ترسره کولو لپاره به هڅې وکړي.

حامد کرزي وويل، د افغانستان او چين ترمنځ لرغونۍ دوستي ساتل شوې ، افغانستان د خپلې سولې او پرمختګ لپاره د چين له خدمتونو څخه مننه کوي او هيله لري چې چين دغو مرستو ته دوام ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای