CRI Online

د پيسو نړيوال صندوق: اوسمهال د ژن مين بي يوانو تبادلوی ارزښت په ټيټ ډول نهارزول  کېږي

cri     (GMT+08:00) 2015-05-27 15:54:27

د پيسو نړيوال صندوق پلاوي د می په ٢٥مه نېټه له چين سره له سلامشورو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل په تير يو کال کې د ژن مين بي يوانو واقعی تبادلوی ارزښت په لوړه اندازه زياته شوې ده، نو اوس د ژن مين بي يوانو تبادلوی ارزښت په ټيټ ډول نه  ارزول کېږي. دغه صندوق به له چين سره يو ځای د پيسو د ځانګړې اخيستنې په ټوکرې کې د ژن مين بي د شامليدو لپاره کوشش وکړي.

د پيسو نړيوال صندوق د تړون د څلورمې مادې له مخې دغه سازمان بايد هر کال له خپلو غړيو سره دوه اړخيزې سلامشورې تر سره کړي چې د غړيو د اقتصاد او ماليي مالومات راغونډ کړي او د اقتصادي پرمختيا په هکله د غړيو له حکومتي مامورينو سره بحثونه وکړي او راپورونه خپاره کړي. د دغه سازمان پلاوي له چين سره له سلامشورو وروسته په ٢٦مه نېټه د ارزونې اعلاميه خپره کړه.

دغه سازمان اټکل کړی چې په ٢٠١٥ کال کې د چين د اقتصادي پرمختيا انډول به شپږ اعشاريه اته سلنې ته ورسېږي او په چين کې د کارګرو د ځواکونو بازار د ثابتوالي له مخې يې اټکل کړی چې د روان کال په پای کې د پيسو د انفلاسيون اندازه به يو اعشاريه پنځه سلنې ته ورسېږي. د دغه سازمان د مشر لومړي مرستيال داويد ليپتن دې ته اشاره وکړه چې په چين کې د اقتصادي پرمختيا سرعت وروالی په خوندی او لوړ کيفيت سره د اقتصادي شکل د بدلون يوه نتيجه ده.

د پيسو نړيوال صندوق پلاوي دا نظر لري چې په تېر يو کال کې د ژن مين بي يوانو د واقعی تبادلوی ارزښت د ډېر لوړوالي له امله د يوانو تبادلوی ارزښت په ټيټ ډول ارزول نه کېږي. ښاغلي داويد ليپتن وويل چين هېله لري چې د بازار پر بنسټ بيې وټاکل شي او ژر تر ژره په نړيوال پولي بازار کې برخمن وي، په راتلونکې کې د پيسو د تبادله کولو په اړه لا انعطاف قبلوونکی ميکانيزم ته اړتيا شته. (اواز)

يوازې د غير عادی بازاري شرايطو او د بيو د ډېر بدلون په حال کې د پيسو تبادلوی ارزښت په چارو کې لاس وهنه کول په راتلونکې کې له بيلانس څخه د پيسو د تبادلوی ارزښت د ساتلو لپاره ډېر مهم دی. زموږ په نظر د چين د اصلاحاتو موخه دې په راتلونکو دوو يا دريو کلونو کې په بنسټيزه توګه د پيسو د تبادلوی لړزون ارزښت رامنځته شي.

په دې وروستيو کلونو کې چين په ټوله نړۍ کې د اقتصادي پرمختيا، د نړيوال اقتصاد او پولي چارو د ثابتوالي د پرمخبيولو او د نړيوال پولي سيستم د تعديل په ساحو کې لا مهم رول ولوبوي. د مالوماتو له مخې د پيسو نړيوال صندوق به د روان کال په اکتوبر مياشت کې څارنه وکړي چې ژن مين بي يوان به د پيسو د ځانګړې اخيستنې په ټوکرې کې شامل وي او که نه. په دې هکله ښاغلي داويد ليپتن وويل (اواز)

چين د پيسو د ځانګړې اخيستنې په ټوکرې کې د ژن مين بي يوانو د شامليدو هېله څرګنده کړې ده او موږ هم هرکلی کوو او په دې نظر دی چې موږ او چين په دې چارو کې همدې موخه لري او په ګډه به کوښښونه وکړو.

که څه هم روان کال د پيسو د ځانګړې اخيستنې په ټوکرې کې د ژن مين بي يوانو د شاملېدو په اړه اواز ډېر لوړ دی، خو په دې وروستيو ورځو کې د چين د مرکزي بانک اړوند مامور په ډاګه څرګنده کړه کې بايد په طبيعی ډول دغه چارې وګوري. د چين د مرکزي بانک مرستيال يي ګانګ وويل په دغو ټوکرې کې د ژن مين بي يوانو شاملېدل په سلو کې د اوياوو برخو موافقو راييو ته اړتيا شته، نو امکان شته چې د ژن مين بي يوانو د څارنې بهير راتلونکی کال ته اوږد شي. هغه وويل په دې اړوند دوه معيارونه شته دي چې لومړی د پيسی تر شا د مالونو او خدمتونو د سوداګرۍ اندازه کافی نه او که نه، او دا د چين په هکله هيڅ ستونزې نه شته، خو دويم دا چې دغه پيسی بايد په ازاد ډول استفاده کېدا شي، خو اوس په نړيوال بازار کې د ژن مين بي يوانو د مصرف په ترڅ کې ضعيفتيا شته.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای