د چين د سياسي مشورتي کانفرانس د مشر مرستيال وانګ جنګ وې او د لبنان صدراعظم تمام سلام
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او عربو تر منځ د همکارۍ د شپږم فورم د شرکت خاوندانو غونډه د می په شپږمه نېټه د لبنان په بيروت کې پرانيستل شوه. د چين او پنځلسو عربي هېوادونو پنځه سوو شرکت خاوندانو په غونډه کې ګډون درلود. د چين د سياسي مشورتي کانفرانس د مشر مرستيال وانګ جنګ وې او د لبنان صدراعظم تمام سلام هم د دې غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او ويناوې يې هم وکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |