CRI Online

د چيني مسلمانانو په نوم د عکسونو نندارتون په ډاکه کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-05-27 16:05:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د می په پنځه ويشتمه نېټه د سهار په نهو بجو، د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ د بنګله ديش په ډاکه کې د ورېښمو پر لاره د چيني مسلمانانو په نوم د عکسونو نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغو مراسموکې د بنګله ديش کلتور وزير ازادزمان نور (Azaduzzaman Noor)، د چين د کلتور مرستيال وزير دينګ وې، په بنګله ديش کې د چين لوی سفير ما مينګ چيانګ او کلتوري مستشار چن شوانګ هم ګډون درلود.

د چيني مسلمانانو د دودونو، ودانيو او ژوند په اړه عکسونه چې د چين د عکاس بای شوي يي لخوا اخيستل شوي دي، په دې نندارتون کې وښودل شول، اغلې ليو يان دونګ وويل، په دې نندراتون کې رنګا نګ عکسونه ليدل کيږي چې دا د چين د پېژندنې دپاره د بنګله ديش وګړو ته ښه فرصت برابروي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای