د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف د می په ۲۶مه نېټه وويل، چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند ابادۍ به د اړوندو هېوادونو اقتصاد پياوړی کړي.
هغه په همدې ورځ د روسيې له ۲۴م ټلويزيوني مرکز سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې قزاقستان به د چين او روسيې د پرمختګ پر بنسټ له فرصت ګټه واخلي. قزاقستان په مثبته توګه د ياد اقتصادي کمربند په ابادولو کې برخه واخلي. دغه پلان به د ورېښمو لارې په اوږدو کې د بېلا بېلو هېوادونو اقتصاد پياوړی کړي، په تېره بيا د اسيا د اساسي تاسيساتو د ابادۍ د پانګونې د بانک جوړېدا به قزاقستان، روسيه او حتی ټول اروپايې او اسيايي اقتصادي ټولنو ته غټ فرصت وړاندې کړي.
هغه زياته کړه چې د چين د اقتصاد د خطر په اړه نظر بې بنسټه دی. اوس د قزاقستان او چين ترمنځ د انرژۍ همکارۍ تړون په اړه خبرې اترې روانې دي. د دې ترڅنګ د نفتو او طبيعي ګازو او د متقابل تګ راتګ په ساحو کې د روسيې او چين ترمنځ لويې پروژې به د روسيې او اسيايي سيمې ترمنځ اقتصادي همکاري پياوړې کړي او د روسيې په اقتصادي پرمختګ کې به مثبت رول ولوبوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |