د سين هوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه د چين د دولتي شورا له غړي يانګ جي چه سره وکتل.
پوتين وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بريالی توګه د می مياشتې په ٦ نېټه د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ او روسيې ته يی سفر وکړ چې له دې څخه د دوهمې نړېوالې جګړې د نتيجې د ساتلو او د نړيوالې سولې د ساتلو په اړه د چين او روسيې ګډ دريځ ليدل کيږي. روسيه غواړي له چين سره يو ځای په هراړخيزه توګه خپلمنځي ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پر مخ بوزي او د نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه همکاري پياوړې کړي.
يانګ جي چه وويل، چې رئيس شي جين پينګ په يادو مراسمو کې ګډون وکړ چې د دوهمې نړيوالې جګړې د برياليتوب او د نړېوال عادلت ساتلو ټينګ هوډ ترې څرګنديږي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |