د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د می په ۲۵مه نېټه د م م د لاتيني امريکا او کارابين په اقتصادي کميټې کې يوه وينا وکړه. د برخه والو په اند، د ده له وينا څخه د لاټيني امريکا سره د همکاريو په اړه د چيني حکومت صميميت څرګندېږي. د همکارۍ موډل د لوړتيا په اړه د ده وړانديز ډېر مناسب دی او دواړې خواوې به له ګډو همکاريو ګټه واخلي.
په چين کې د چيلي پخواني لوی سفير قيرناندو رييس وويل، چې تېر کال رئيس شي جين پينګ له لاتيني امريکا څخه ليدنه کړې وه. لس مياشتې وروسته د چين صدراعظم بيا دغې سيمې ته سفر کړی دی. له دې څخه څرګندېږي چې زموږ او چين دوه اړخيزې همکارۍ نوي مرحلې ته ننوتلې دي. نه يوازې د سوداګرۍ، بلکې د صنعتي کېدو، پولي چارو او پانګونې په برخه کې. دغه راز، موږ بايد په ګډه له غوره تجربو څخه زده کړه وکړو او د نړيوال بازار د پراخېدو لپاره هڅې وکړو.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |