د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د می د ٢٦ مې نېټې په شپه د افغانستان پلازمېنه کابل کې سفارتونو ته په نژدې سيمه کې پر يو هوټل وسلوال بريد وشو
پر ځايي وخت په ٢٦ مه نېټه د شپې په ١١ بجو او ٥ دقيقو د کابل په وزير اکبر خان سيمه کې د ناڅاپي ډزو اوازونه واوريدل شول تر ناوخته يې دوام وکړ. وروسته طالبانو د دغې بريد پړه پرغاړه واخيسته، څلور بريدګر د افغان امنيت ساتونکو ځوابي بريد کې ووژل شول.
د اړوندو معلوماتو له مخې، ښايي هغه هوټل د ترهګرو د بريد موخه و چې په عمده توګه بهرنيان پکې اوسيږي . پوليسو د دغې پېښې سيمه کلابنده کړې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |