د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ٤٢مه غونډه د می په ٢٧مه نېټه د کويت په پلازمينه کويټ کې پرانيستل شوه. ګډونکوونکي به په دې غونډه کې د فلسطين، سوريې او يمن د اوضاعو او د ترهګرۍ پرضد د مبازرې په شمول د تودو مسئلو په اړه بحثونه وکړي، د غونډې له پای ته رسيدو وروسته به د کويټ اعلاميه خپره شي.
دغه غونډه تر دوو ورځو دوام لري او اصلي موضوع يې (( ګډ اميد، د متنوع کېدو هڅول، د ترهګرۍ له منځه وړل )) دی. د کويټ امر سباح الاحمد الجابر په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. هغه په خپله وينا کې وويل چې اوس اسلامي هېوادونه د سياست او امنيت له ننګونو سره مخامخ دي، نو بايد په ګډه سره له دغو ننګونو سره مقابله وکړي. هغه وويل، چې اسلامي هېوادونه بايد د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ترهګريزو ډلو پرضد د مبارزې لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |