د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د می د ٢٦مې نېټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ په سانتياګو کې د چيلي له ولسمشر ميچيل بچيليت سره د چين او چيلي ترمنځ د سياسي اړيکو د ټيګېدو ٤٥مې کليزې په اړه د اقتصاد او سوداګرۍ د څيړنيزې غونډې او د چين او چيلي د شرکتونو خاوندانو کميټې د ٧مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او په جلا جلا توګه يې وينا وکړه.
لي که چيانګ په خپله وينا کې هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه دې متقابل باور لا ټينګ کړي، خپلمنځي همکاري دې لا نژدې کړي او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په اړه دې د پانګونې او د تجهيزاتو د توليد په برخو کې همکاری لا پياوړې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |