د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پټليو عمومي شرکت او د شينجيانګ د اويغور د خودمختارې سيمې د سيل بيورو د جون په اوولسمه نېته اعلان وکړ چې سږ کال به په شينجيانګ کې سل سيلانيز اورګاډي زيات شي، د سږ کال له پيل څخه تر پای پورې، د هغو سيلانيانو شمير چې له نورو ځايونو څخه شينجيانګ ته تللي دي، يو لک ته به ورسېږي.
تر اوسه پورې د بېجينګ، شانګهاېړ ګوانګ جيو، فو جيو، وو های، شي أن او چنګ دو په ګډون شپاړلس ښارونه د شينجيانګ د سيل ځانګړي اورګاډي لري. وروسته به په سلګونو نورو ښارونو کې داسې ځانګړي اورګاډي ولري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |