CRI Online

د چين او روسيې د خبري رسنيو فورم په سانت رسبورګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-06-26 14:49:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او روسيې د خبري رسنيو فورم د جون په پنځه ويشتمه نېټه په سانت رسبورګ کې پرانيستل شو. د چين د مرکزي اطلاعاتي ادارې مشر ليو چي باو او د روسيې د ولسمشري دفتر د مدير لومړي مرستيال الکسی ګرومف په پرانيستونکو مراسمو کې حاضر وو. د چين نړيوالې راډيو په شمول د دواړو هېوادونو د عمده خبري رسنيو مسئولانو په دې فورم کې ګډون وکړ.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې د مطبوعاتو تر منځ تبادلې پياوړې شوې. د روان کال د می په مياشت کې د چين او روسيې مشرانو په ګډه اعلان وکړ چې ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کالونه د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو د تبادلې کالونه وي. نو د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو ياد فورم د بېلا بېلو خواوو پاملرنې جلب کړې.

د چين د مرکزي اطلاعاتي ادارې مشر ليو چي باو په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د عمومي مطبوعاتو په زمانه کې د مالوماتو د خپرېدو او ګټلو لارې چارې بيا تصديق شوی چې د پرمختيايي هېوادونو د خبري رسنيو د پرمختګ لپاره يو ښه فرصت ګڼل کېږي. د چين او روسيې خبري رسنۍ هم بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي تر څو د دواړو هېوادونو د پرمختګ ګټې وساتي. هغه وويل

(( په دې حال کې چې د چين او روسيې تر منځ اړيکې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي، د دواړو هېوادونو خبري رسنۍ بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي چې د دواړو هېوادونو د کلتوري تبادلې د هڅولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل ستراتيژيک باور د پياوړتيا او د ابادۍ ګټو د ساتلو لپاره نوي خدمتونه تر سره کړي.))

د روسيې د ولسمشري دفتر د مدير لومړي مرستيال الکسی ګرومف په خپله وينا کې وويل په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې جګپوړيو مامورينو تر منځ تګ راتګ زيات شوی او ترې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګښت تمايل ښکارېږي، خبري رسنيو په دې بهير کې مهم رول لوبولی دی. هغه وويل

(( چين او روسيه د پرمختګ ګډه خوا لري او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري کوي. د دواړو هېوادونو خبري رسنۍ په دې جمله کې د تبادلې ډېر ښه رول لوبوي، نو د دوی تر منځ د همکارۍ په پياوړتيا به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې نږدې شي.))

دغه فورم د عمومي مطبوعاتو په زمانه کې د نړيوالو خپرونو تر عنوان لاندې و. د چين او روسيې د څو عمده خبري رسنيو مسؤلانو په دې فورم کې ويناوې وکړې. د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان په خپله وينا کې د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره د خدمت کولو، د همکارۍ له لارې د اغېزې پراخولو او د خبري رسنيو د تبادلې او همکارۍ ميکانيزم د جوړولو له لحاظه د چين او روسيې د خبري رسنيو د تبادلې د ژوروالي په اړه خپلې نظريې شريکې کړي. هغه په عين وخت کې په راتلونکو دوو کلونو کې د روسيې له خبري رسنيو سره د همکارۍ په اړه د چين د نړيوالې راډيو پلان بيان کړ.

(( د چين نړيواله راډيو به په ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو کې د روسيې له خبري رسنيو سره همکارۍ پياوړې کړي، د خبري رسنيو کلنۍ مباحثوي غونډه به جوړه کړي او د ورېښمو لارې په اړه د چين او روسيې د عمومي مطبوعاتو د مرکې فعاليت به ترسره کړي. برسيره پر دې، د سلام چين په نوم د نښه لرونکې پروژې يوه همکاريزه مرحله به تر سره کړي.))

اوس د چين نړيوالې راډيو د روسيې د دولت په کچه له پنځو خبري رسنيو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو د کلتور خپرېدو او تبادلې دايمي ميکانيزم يې جوړ کړی دی. د روان کال په می مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په حضور کې، د چين نړيوالې راډيو د روسيې ورځپاڼې خبري اژانس سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ.

د ياد فورم تر پرانيستل کېدو وروسته به د چين او روسيې خبري رسنۍ د ګډې مرکې کولو، د سرچينو د شريکولو او د چاپ شويو موادو د ترجمې په شمول برخو کې همکاري ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای