CRI Online

په دوبي کې د روغتيا په ګټه ميوې

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 11:03:28

په دوبي کې ډېرې ميوې پيدا کېږي، لکه شفتالو، زردالو، ځمکني توت، اناناس، هنداواڼه، کيله او داسې نور. د علمي څېړنې له مخې په بېلا بېلو ميوو کې موجود غذايي مواد هم يو شان نه دي او د انساني روغتيا لپاره درملني رول يې هم بېلا بېل دي. نو د ډاکترانو په نظر که په دوبي کې خلک مناسبې ميوې انتخابې کړي او و يې خوري، د روغتيا ساتنې ته به يې ډېرې ګټورې وي. په دې هکله څو ګټور تجويزونه شته.

لومړی شفتالو او زردالو، د غذا او د ناروغيو د مصونيت اړوند کارپوهان وايي چې د انسان لپاره شفتالو يوه ډول ډېره ګټوره ميوه ده چې پکې ډېر ويټامينونه، کاني مواد او د ميوې اسيد موجود دي، په تېره بيا د اوسپنې اندازه يې ډېره زياته ده، نو د انساني روغتيا د ساتنې لپاره شفتالو ډېر ښه رول لوبولی شي. په زردالو کې د ليمو اسيد، د مڼې اسيد او داسې نور عناصر موجود دي چې دغه ډول مواد د کولمو پاکولو او د توخې د مخنيوي لپاره ګټور دي، خو که زيات وخوړل شي، د انسان د هډوکي لپاره ضرر لري.

دوهم، هندواڼه په چين کې يو اصطلاح شته چې وايي که په دوبي کې هندواڼه خورئ، درمل په کار نه دي. له دې نه څرګندېږي چې به دوبي کې د هندواڼې خوړل د انسان لپاره ډېر ګټور او مناسب دي. په هندواڼه کې ويتامين ای، بي يو، بي دوه، سي او د انګورو قند، د ميوو قند او د مڼې اسيد او نور ګټور عناصر موجود دي چې نوموړی ډول مواد د بدن د حرارت کمولو، د ميتيازو کولو، د فشار ټيټولو او د تندې ليرې کولو لپاره ډېره ګټه لري.

 

درېيم، انګور د اړوندې څېړنې له مخې انګور د انسان په بدن کې د اکسيجن د ترکيب کېدو د مخنيوي رول لري او د انسان د عصبي سيستم د روغتيا لپاره ګټور دي.

څلورم کيله، کيله د نورو ميوو په نسبت لرغونی تاريخ لري او د پتاشيم سرچينه ګڼل کېږي چې دغه ډول مواد د لوړ فشار او د زړه او رګونو ناروغيو د مخنيوي لپاره موثر رول لري.

پنځم مڼه، په مڼه کې زيات ويټامينونه، پروتين، کاني مواد او د مڼې اسيد موجود دي چې نوموړی مواد د انسان په بدن کې د کلېسترول کمولو او په تېره بيا د صفرا سنګ ناروغۍ د مخنيوي لپاره ګټه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای