CRI Online

د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د شپږو هېوادونو او ايران خبرې اترې په ويانا کې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 15:37:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د شپږو هېوادونو او ايران تر منځ خبرې اترې د جون په اته ويشتمه نېټه په ويانا کې پيل شوې.

د جون دېرشمه نېټه د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د لاسليکېدو له وروستۍ ټاکل شوې ورځې سره برابر ده. د دې ورځې په رارسېدو سره، اړوندې خواوې د خبرو اترو ګامونه چټک کړی. په تېرو دوو مياشتو کې د هراړخيز تړون د مسودې او اضافي پروتوکول د جوړېدو کارونو لوی پرمختګ کړی دی. اړوندو خواوو د ويانا په دغو خبرو اترو کې فعاله رويه او اراده او د هراړخيز تړون د لاسليکېدو په هکله محتطانه خوشبني څرګنده کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له ټاکلي وخت نه مخکې ويانا ته ورسېدل او څو ځلې يې دوه اړخيزې خبرې اترې وکړې. جان کيري دا منلې چې اوس د ايران د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې ډېرې ستونزې لا هم موجودې دي او اړوندې خواوې بايد کوښښونو ته دوام ورکړي. جواد ظريف وويل ايران پرېکړه کړې چې د دې مهمې مرحلې ته د رسېدو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړپوړې استازې فيدرکه موغريني وويل هراړخيز تړون به په څو ورځو کې لاسليک شي. اوسنی کار دا دی چې تر لاسه شوي تفاهم په هراړخيز تړون کې شامل شي. هغې وويل

(( موږ د خبرو اترو له ګروپ څخه غوښتنه کړې چې د هراړخيز تړون مسودې په جوړونه پيل وکړي او پکې بايد په لوسان ښار کې تر لاسه شوی سياسي تفاهم شامل شي. فکر کوم دا کار به په راتلونکو څو ورځو کې تر سره شي. ))

د بريټانيې، جرمنې او فرانسې د بهرنيو چارو وزيرانو د خبرو اترو په ځای کې په فعاله توګه خبري رسنيو ته ويناوې وکړې. د بريټانيې د بهرنيو چارو وزير فليپ خاموند وويل بېلا بېلې خواوې د ځينو مسئلو په اړه توپيرونه لري، خو دا شونتيا شته چې دوی په راتلونکو څو ورځو کې تړون لاسليک کړي. د جرمنې د بهرنيو چارو وزير فرنک والتر ستېنمير وويل موږ د غره غاښي ته پورته کېږو. که هېڅ ناڅاپه پېښه رامنځته نه شي، نو موږ به د دې لس کلنې لانجې د حل لپاره يوه لايحه پيدا کړو. فرانسې د ايران د ذروي مسئلې په اړه تل کلکه رويه غوره کړې او کوي يې. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لورنت فابيوس په دې حساسه موده کې په څرګنده توګه درې شرطونه وړاندې کړل چې په دايمي توګه د ايران د ذروي وسلو د څېړنې او استخراج توان محدود شي، د ايران د ذروي تجهيزاتو او پوځي تاسيساتو جدي څارنه وشي، که ايران له تړون څخه سرغړونه وکړي، نو پر ايران بنديزونه به بيا ولګول شي. فابيوس وويل

(( دا يو پياوړی او قوی تړون دی چې په ملکي چارو کې د ايران ذروي حقونه مني. خو ايران بايد په څرګنده توګه له ذروي وسلو څخه د لاس اخيستلو اعلان وکړي، دا زموږ موخه ده.))

د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال لي باو دونګ خبريالانو ته وويل اوس دغه خبرې اترې د صفر ثانيې ته د شمېرلو په وخت کې دي. اړوندې خواوې بايد له اوسنيو برياليتبونو څخه په ګټه اخيستلو سره هراړخيز تړون لاسليک کړي. هغه وويل

(( د هراړخيز تړون د بنسټيز چوکاټ، حساسو عواملو او اضافي مالوماتو په برخو کې ځينې مهمې موافقې مو تر لاسه کړې دي چې د هراړخيز تړون د لاسليکېدو لپاره ښه بنسټ بلل کېږي. اوس اړوندې خواوې بايد په ګړندي توګه سياسي نيت په عملياتو بدل کړي او يو هراړخيز او متوازان تړون لاسليک کړي.))

ښاغلي لي وويل په راتلونکو څو ورځو کې خبرې اترې ډېر حساسې وي او بهير به يې ستونزمن وي. د چين پلاوی به د هراړخيز تړون د لاسليکېدو لپاره تر وسې پورې رغنده رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای