CRI Online

د اتل مناس په نوم د نڅايزې اوپرا د جوړېدو بهير

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 16:59:10

په سټېج کې د سيل صحنې په ورو ورو پرانيستلو سره، د قرغيز قوم يو سپين ږېري چې د دې قوم عنعنوي جامې اغوستي، د يو قمز په غږولو سره سندره وويله. نندارچيانو په ارامه توګه دغه نڅايزه اوپرا وکتله او د قرغيز قوم د نڅا او موسيقۍ، سترې تاريخي نندارې منظرې او د جمع مطبوعاتي طريقې، اواز او اليکترونيکی تکنالوژۍ په مرسته جوړه شوې فضا کې ډوب شول.

(اواز) د مناس په نوم دغه نڅايزه اوپيرا ډېر د حيرانتيا وړ ده. دغې اوپرا يوازې په نڅاوو، هېڅ ژبه نه، له ډول ډول موسيقيو سره د اتل مناس د دغه تاريخي سړی بڼه او غيرت څرګند کړ. فکر کوم د څراغ، موسيقۍ اغېزې او د سټېج جوړښت ډېر نوی او عصري وو. هغې سيل صحنې او جمع مطبوعاتي طريقې ما ته ډېره ژوره خاطره بښلې ده. زما په اند، دغه نڅايزه اوپيرا ډېره په زړه پورې وه.

ياده نڅايزه اوپرا د چين د شينجيانګ د قرغيز قوم له زريز تاريخي شعر مناس څخه په الهام جوړ شوی دی. کله چې دغه اوپرا د لومړي ځل لپاره د جيانګ سو ولايت په وو شي ښار کې نندارې ته وړاندې شوه چې د قرغيزيانو له ټاټوبي څخه څه دپاسه پنځه زره کيلومتره واټن لري، د نندارچيانو لخوا يې ډېره ستاينه شوه.

د قرغيز قوم په دغه تاريخي شعر کې د مناس او د ده د اولادونو په عمده برخه، له بهرنيو تېرې کوونکو سره د قرغيزيانو مبارزې او د خپل ټاټوبي د ساتلو په اړه د دوی کوښښونه او د صداقت، زړورتوب او مجبوريتونو په شمول لاملونه بيان شوي دي. مناس د چين د ملي لږکيو له درېيو لويو تاريخي شعرونو څخه يو دی او په قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان په شمول سيمو کې خپور دي. په ٢٠٠٩ کال کې دغه تاريخي شعر د نړيوالو نامادي ميراثونو په لېست کې شامل کړای شو. د شينجيانګ د هنري تياتر يو ډايريکتر چې د قرغيز قوم دی او نوم يې بحتيا ملاتي دی، خبريال ته وويل

 

(( زموږ قرغيزيانو په منځ کې يو متل شته چې وايي مناس د قرغيز يو دائره المعارف دی. د مناس په تاريخي شعر کې ټول بيان شوي مالومات د قرغيزيانو په کولتور، تاريخ او دودونو پورې اړه لري. د قرغيزي هنر کارکوونکو په توګه، موږ تل دا هيله لرو چې دغه تاريخي شعر د سټېج په سر وښيو. څرنګه چې يوازې د لغتونو په وسيله، د دې شعر د خپرېدو پراخوالی محدود دی. خو د سټېج هنر له لارې، د دې د خپرېدو سويه به ډېره لوړه شي. نو ډېر وياړم چې د مناس د نڅايزې اوپرا د ډيزاين او تمرين په کارونو کې مې ګډون کړی دی.))

د بحتيا ملاتي هيله په ٢٠١٣ کال کې عملي شوه. په همدې کال کې د جيانګ سو ولايت وو شي ښار پرېکړه وکړه چې له خپلې مرستې منونکې سيمې يعنې د قزلسو قرغيز خپلواکې سيمې د اقچي ولسوالۍ سره په ګډه د اتل مناس په نوم نڅايزه اوپرا جوړه کړي. د اقچي ولسوالۍ د ګوندي کمېټې مرستيال لين شياو يي چې له دې ولسوالۍ څخه د مرستې لپاره له وو شي ښار څخه ورغلی، د دې نڅايزې اوپرا د جوړېدو په اړه د دواړو ځايونو تر منځ دا همکارۍ پل ګڼل کېږي. هغه خبريال ته وويل

(( د اقچې ولسوالۍ د کولتوري او هنري سرچينې يو لوی دوکان دی او ډېر شيان د څېړنې او استخراج وړ دي. موږ غواړو د مرسته منونکو پرمختګ وهڅوو، بايد يوه مناسبه لاره پيدا کړو. فکر کوم مناس يوه ډېره مناسبه سرچينه ده. ))

وو شي ښار د دې نڅايزې اوپرا د ډيزاين او جوړولو لپاره ځانګړې پيسې بېلې کړې. خو دا لومړی ځل دی چې دغه تاريخي شعر په نڅايزه اوپيره بدلېږي، ويل کېږي چې دا يوه زړوره ازموينه ده او دغه راز به د قرغيز قوم لومړۍ نڅايزه اوپرا رامنځته شي. د وو شي او اقچي هنري کارکوونکو د دې اوپرا د ډرامې پر جوړولو نږدې دوه کاله مصرف کړي. په دې ترڅ کې د اقچي ولسوالۍ د تاريخ څېړونکي د مناس په اړه د دوو سوو او دېرشو ليکو په اوږدوالی مالوماتو په راوړلو سره وو شي ته راغلی او د وو شي هنري کارکوونکي هم د ځايي احساساتو او دودونو د پېژندلو په خاطر دوه ځلې اقچي ولسوالۍ ته تللي. د اوپرا ډرامې د څو ځلو بدلېدو وروسته پرېکړه شوه. د دې اوپرا عمومي ډايرايکتر من ون يوان خبريال ته وويل

(( د يوې اوپرا لومړۍ دنده د بشري شخصيت راکاږل دي، د بشري شخصيت راکاږلو موخه د ژور عنوان څرګندول دي، دا د يوې اوپرا لپاره ډېر مهم دي. په دې کې ډېر جوړښتونه موجود دي او په دغو جوړښتونو کې ډېرې کيسې هم شته. له دغو کيسو څخه به د مناس د نړۍ نظر او روحيې څرګندې شي. ))

په پای کې د اتل مناس په نوم د نڅايزې اوپرا ډرامه څلور مرحلې لري چې د مناس د زېږېدو بهير، مناس د ستونزو په ليرې کولو سره غښتلی کېږي، د قوم ځلانده اتل او د مناس اولادونه. د ډرامې له بشپړېدو وروسته عمده کارونه د نڅاوو ډيزاين او تمرين وو. د روان کال د مارچ په سر کې د اقچي ولسوالۍ د نڅا شل تنه لوبغاړي وو شي ښار ته ورسېدل او د وو شي له نڅا لوبغاړو سره يې يو ځای تمرينونه ترسره کړي

.

(اواز)د ټاکلي پلان له مخې، دغه نڅايزه اوپيره به د مې په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي. نو اوس وخت دومره زيات پاتی نه دی. نو د تمرين بهير ډېر چټک و او هره ورځ د تمرين وخت له اتو ساعتو څخه زيات و. د دواړو ځايونو نڅا لوبغاړو په دې بهير کې ډېر کوښښونه کړي. د قرغيز قوم لوبغاړې ګلي جعملي يوه ځوانه مور ده. هغې په دې نڅايزه اوپرا کې د ګډون لپاره له ټاکلي وخت څخه مخکې خپلې لور ته له شيدو ورکولو څخه لاس واخيست. د تمرين په تفريحي وخت کې هغې کله کله د موبايل ټليفون له لارې د خپلې لورې عسکونه او ويډيوګانې ګوري چې خاوند لخوا يې ورته ليږدول شوې دي. هغې خبريال ته وويل

(( لور مې ډېره يادېږي او هره ورځ د دې عکسونه او ويډو ګورم. کله چې له کور څخه مې تللم، هغه يوازې د څلورو مياشتو وه او هېڅ نه پوهېده چې زه ترې ليرې ځم، ما ته يې خنډا وکړه او زما اوښکې له سترګو وبهېدې. دغه زموږ د قرغيزيانو لومړۍ نڅايزه اوپرا ده، نو ما پرېکړه وکړه چې د ټولو ستونزو په ليرې کولو سره پکې ګډون وکړم. ))

(اواز) د دې لپاره چې د قرغيز قوم د نڅا عوامل تر ډېرې اندازې پورې ساتلي دي، د وو شي د سندرو او نڅاوو تياتر په ځانګړي توګه د قرغيز قوم ډايرېکتر بحتيا ملاتي او د ده مېرمنې ګلي شاعير ته بلنه ورکړه چې د دې اوپرا د نڅاوو په جوړولو کې ګډون وکړي. دوی نه يوازې د نڅا عملياتو په ډيزاين کې جدي رويه غوره کړې، بلکې د ترجمې کارونه يې تر سره کول. بحتيا خبريال ته وويل، دا لومړی ځل دی چې هغه د نڅايزې اوپرا په جوړونه کې ګډون او د هان قوم له ډايرېکتر سره همکاري کړي، نو د ده لپاره د زده کړې او تبادلې يو ښه فرصت دی. ده وويل

(( په پيل کې مو يو بل دومره نه پېژندل، ور پسې د اوپرا د جوړولو په بهير کې راته ګام په ګام دا مالومه شوه چې څنګ د قرغيز قومي نڅا د يوې اوپرا له احساساتو سره يو ځای کېږم او په ښه توګه نندارې ته وړاندې شي. ))

 

د وو شي د سندرو او نڅاوو تياتر ډايرېکتر تانګ چن لونګ چې د دې اوپرا د نڅا عمده ډيزاينر دی، خبريال ته وويل که څه هم دغه بهير ډېر ستونزمن و، خو هغه هم ترې ډېر څه زده کړي دي. ده وويل:

(( د قرغيز قوم نڅا له خوښۍ او خوشحالۍ ډکه ده، خو په ټوله نڅايزه اوپرا کې نه يوازې خوښي او خوشحالي، بلکې غصه، غم او يا فعال احساسات هم موجود دي. موږ د اوپرا د جوړونې په بهير کې ډېر نوي شيان او عوامل پيدا کړي دي. هيله لرم چې د دې اوپرا په وسيله نور زيات کسان دا قوم وپېژي.))

د مې مياشتې له پيل نه د جون مياشتې تر نيمايي پورې، دغه اوپرا په وو شي ښار کې شل نندارې وړاندې شوې او ډېر نندارچيان يې راجلب کړي دي. يو ننداره کوونکی ښاغلي لين وويل

(( دغه اوپرا د حيرانتيا وړ ده چې د قرغيز قوم يوه ښه کيسه يې بيانوي. فکر کوم دغه اوپرا به ډېر مينوال او ليدونکي ولري.))

د اتل مناس په نوم نڅايزه اوپرا په وو شي ښار کې له نندارې څخه وروسته به په راتلونکی اګست مياشت کې بيرته په شينجيانګ کې نندارې ته وړاندې شي او د شينجيانګ د قومي نڅاوو په نړيوال فېسټيوال کې به نندارچيانو ته وړاندې شي. ښاغلي لين شياو يي وويل

(( تاريخي مناس د تاريخ اواز دی، نڅايزه اوپرا مناس د نننۍ زمانۍ څرګندونه ده. زموږ دغه اثر هم تاريخ او هم په نننۍ زمانې درناوي وړ ده. ويل کېږي چې له شينجيانګ سره د مرستې کارونه يو پل دی چې تر اغېزې لاندې يې د بېلا بېلو سيمو د بېلا بېلو قومونو وګړي يو بل پېژندلی شي او ګډې همکارۍ ته رابولي. ))

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای