CRI Online

پر افغان امنيتي پوځ د بريد له امله يوولس تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2015-06-29 16:45:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان خبري رسنيو د جون په ٢٩مه نېټه خبر ور کړ چې افغان امنيتي پوځ د روانې مياشتې د ٢٨مې نيټې په شپه د هېواد په لويديزه سيمه کې د وسله والو له بريد سره مخامخ شوی چې له امله يې يوولس تنه سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

د خبر له مخې د امنيتي پوځ کاروان له هرات ولايت څخه د بادغيس ولايت په لور روان و چې  د وسله والو له بريد سره مخامخ شو او د دوی ځيني وسلې د وسله والو لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې يا کس د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.افغان حکومت هم د دې بريد په هکله هېڅ نه دی ويلی.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای