CRI Online

په چين کې د دښتو ايکولوژيکي چاپيريال بيا ښه شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2015-06-30 16:22:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کرهڼې وزارت د مالدارۍ ادارې د دښتونو دفتر مشرې لي وي وي د جون په نهه ويشتمه نېټه په هوهه هاوټ کې وويل، تر اوسه پورې په چين کې دوه سوه او شپږ پنځوس مليونه هېکتاره دښتې د مالدارۍ د ممنوعيت او د وښو د روزنې په وسيله ښه شوې دي. اوس د دغو دښتو ايکولوژيکي چاپيريال په عمده توګه ښه او ثابت دی. د اوبو، خاورو او بيولوژيکي متنوع د ساتلو او د بادونو د مخنيوي په اړه د دښتو رول بيا لوبول شوی دی.

د مالوماتو له مخې، چين له ٢٠١١م کال څخه په مغولستان او شينجيانګ کې د دښتو چاپيريال ساتونکيو ته د جايزې ورکولو ميکانيزم غوره کړ. تر اوسه پورې دغه ميکانيزم ګام په ګام د هېواد د ديارلسو ولايتونو په دښتو کې غوره شوی دی. د شپږ سوو او اوه پنځوسو ولسواليو کابو شل مليونو بزګرانو او مالدارانو له دې ميکانيزم څخه ګټې اخيستې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای