د سينههوا اژانس د خبر له مخې، د جون په ٣٠مه نېټه په کابل کې يوه ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې د بريدکوونکي او عامو وګړو په شمول ٢ تنه ووژل او ٢٢ تنه نور ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې، د بهرنيو سرتيرو کاروان چې هوايي ډګر ته د ورتګ پر لور روان و، د ياد بريد موخه وه. د بريد ځای په افغانستان کې د امريکا سفارت او د ايساف مقر ته ډېر نژدې و.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د لومړۍ پلټنې له مخې، لږ تر لږه يو عام وګړی په بريد کې ووژل شو او ٢٢ تنه نور ټپيان شول. افغان طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |