CRI Online

سپينې ماڼۍ د اقليمي بدلون پرضد د هېوادونو د خپلواکه خدمتونو په اړه د چين د چمتو شوي سند هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-01 09:12:23

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ پر ځايي وخت د جون په ٣٠مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اقليمي بدلون پرضد د هېوادونو د خپلواکه خدمتونو په اړه د چين د چمتو شوي سند هرکلی څرګند کړ او ستاينه يې وکړه چې د چين دغه عمل په پاريس کې د اقليمي غونډې د تړون لاسليکولو ته دايمي خوځنده ځواک ورکړی دی.

د چاپيريال او انرژۍ د تګلارو په اړه د امريکا د ولسمشر باراک اوباما لوړ پوړی سلاکار بريان ډيز په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا له دې څخه هرکلی کوي چې چين د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون دارالاشأ ته د هېوادونود خپلواکه خدمتونو سند وړاندې کړی، امريکا دې ته پاملرنه کړې چې دغه سند د ٢٠١٤ کال په نومبر کې د اقليمي بدلون په اړه د اوباما او شي جين پينګ له ګډې اعلاميې سره سمون لري، د چين دغه عمل په پاريس کې د اقليمي غونډې د تړون لاسليکېدو لپاره دايمي خوځنده ځواک برابر کړی دی.

نوموړي وويل، امريکا ټولې عمده اقتصادي ډلې هڅوي چې د اقليمي بدلون پرضد د خپلواکه خدمتونو سند وړاندې کړي، تر څو چې په پاريس کې د غونډې د برۍ لپاره بنسټ ټينګ کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای