CRI Online

يونان به پر وخت نړيوال پولي صندوق ته د پور تاديه ور نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-01 10:05:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يونان د ماليې وزير يانيس وروفاکيس د جون په ٣٠مه نېټه وويل، چې يونان په همدې ورځ نړيوال پولي صندوق ته د پور تاديه نه شي ورکولی، خو هيله لري چې له پور ورکوونکو سره تړون لاسليک کړي.

د يونان د صدراعظمۍ ماڼۍ د جون په ٣٠مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د يونان حکومت وړانديز کوي چې د اروپا د ثبات له ميکانيزم سره دوه کلن تړون لاسليک کړي، تر څو چې لاسليک شوی تړون مات نه شي او د يورو د کارولو له سيمې څخه ځای ګوښه نه شي. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د يونان حکومت به تر خپلې وسې پورې د يورو د کارولو په سيمه کې د حل د اغېزمن پلان د موندلو لپاره هڅې وکړي، د تړون د مسودې په هکله ټولپوښتنې د خبرو اترو وروستی پای نه دې.

د يورو ګروپ مشر جيرون ډيسيلبلوم د جون په ٣٠مه نېټه وويل، چې د يورو ګروپ به يو ځل بيا د يوه ټيلفوني بحث په جوړولو سره د مرستې د هغه تازه وړانديز په هکله بحث وکړي چې د جولای په لومړۍ نېټه د يونان له خوا وړاندې شوی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای