د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون د دېرشمې نېټې له غرمې وروسته په فرانسه کې په جلا توګه له ولسمشر فرانسيس هولاند او لومړي وزير مانويل والس سره وکتل.
لي که چيانګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او فرانسې تر منځ همکاري ځانګړې وړتياوې او پراخه راتلونکې لري. دواړه خواوې بايد د خپلمنځي همکارۍ د لا نورو پراخېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. لي که چيانګ په پاريس کې د اقليمي بدلون د نړيوالې غونډې په اړه د فرانسې د هڅو ستاينه او ملاتړ وکړ او غواړي په دې غونډه کې د برياليتوب د تر لاسه کېدو لپاره له فرانسې سره نږدې همغږې او همکاري وکړي.
هولاند وويل د فرانسې او چين تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې نوې مرحلې ته رسېدلې چې د دواړو هېوادونو وګړيو ته يې زياتې ګټې رسولي دي. فرانسه د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د چين د خدمتونو ستاينه کوي. د دری اړخيزې همکارۍ وړانديز چې د چين لخوا وړاندې شوی، د بېلا بېلو خواوو لپاره ګټور دی.
لي که چيانګ په همدې ورځ د فرانسې له لومړي وزير مانويل والس سره له کتلو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې راڅرګند شول. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |