د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ماليې وزير محمد اسحق دار چې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک تړون د لاسليک په مراسمو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلی، د جون په ٣٠مه نېټه د اي ار ای له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې دغه بانک به په أسيا کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې د پانګو کمښت د پوره کولو لپاره ګټه لري.
نوموړي وويل، چې په اسيا کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ سويه تر يوې اندازې وروسته پاتې ده. ياد بانک نه يوازی دا چې د اوسنيو څواړخيزو پولي څانګو لپاره خطر نه دی، بلکې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې د پانګو کمښت د پوره کولو لپاره ګټور دی، نو د پاکستان په شمول د اسيا بېلا بېل هېوادونه به ترې ګټې واخلي. هغه وويل، چې پاکستان به د تل په شان د دغه بانک او چين ټينګ ملاتړ وکړي.
نوموړي زياته کړه چې دغه بانک به ښايي د شفافيت د سويې، د انساني سرچينو او ادارې په ګډون له ننګونو سره مخامخ وي، نو دغه بانک بايد د نړۍ د نورو پخو څو اړخيزو بانکونو له اداري تجربو څخه ګټه واخلي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |