د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق لومړي وزير حيدرالعبدي د جون په دېرشمه نېټه د دې هېواد پوځ د لوی درستيز ببکر زبري د ګوښه کېدو حکم وکړ.
د عراق دولتي ټلويزيون په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د عراق لومړي وزيراو د دې هېواد پوځي قوماندان حيدرالعبدي حکم کړی چې لوی درستيز له دندې ګوښه کړي. دغه ټلويزيون د دې پېښې لامل نه دی څرګندی کړی.
العبادي په ٢٠١٤ کال کې د عراق د لومړي وزير په توګه له ټاکل کېدو څخه راپدې خوا د عراق د پوځونو او حکومتي ارګانونو کې اصلاحات راوستې او راولي يې. تر اوسه پورې يې د عراق څه دپاسه شل پوځي مشران او د کورنيو چارو او امنيتي ارګانونو ځيني جګپوړي مامورين له دندو ګوښه کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |