د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه د جون په دېرشمه نېټه د روسيې په سانت پيترزبورګ کې ترسره شوه. د چين، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دفاع وزيرانو پکې ګډون وکړ.
د چين د دفاع وزير چانګ وان چوان په دې غونډه کې وويل اوس ياد سازمان د پرمختګ په حساسه موده کې دی، دفاعي چارې د دې سازمان د پرمختګ لپاره مهم رول لري. د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع ادارو په جدي توګه د مشرانو موافقې تطبيق کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ او يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي چې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو برخو کې يې مهم خدمتونه کړي دي.
د بېلا بېلو هېوادونو د دفاع وزيرانو د نړيوالو او سيمه ييزو امنيتي مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو ګډه اعلاميه يې لاسليک کړه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |