CRI Online

د ايران ذروي خبرې اترې به څو ورځې وځنډول شي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-01 14:59:39

د جون ٣٠مه نېټه د ايران د ذروي خبرو اترو د بېلا بېلو خواوو له خوا ټاکل شوی د هراړخيز موافقه ليک په اړه د خبرو اترو وروستۍ موده وه.لا اوس هم بېلا بېلې خواوې د يو شمېر توپيرونو په اړه سلامشورې کوي ،دغه راز له وروستۍ مودې مخکې د موافقه ليک د لاسليکېدو شونتيا لږه ده.د ايران د اسلامي خبري اژانس د خبر له مخې،يو ايراني چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې، په ٣٠مه نېټه وويل چې د ايران ذروي خبرې اترې به څو ورځې نورې هم وځنډېږي.

نوموړي وويل چې که څه هم په خبرو کې تر اوسه پرمختګ نه دی تر لاسه شوی،خو خبرې اترې لاهم روانې دي.بېلا بېلې خواوې هيله لري چې يو ښه موافقه ليک به لاسليک شي.

د څېړونکو په اند که څه هم ايران او لوېديځ هېوادونه د کيليدي مسئلو په اړه موافقې ته رسېدلې دي،خو د څارنې پراخوالي،د بنديزونو د لغوه کولو وخت او د ايران د ذروي توان د پاتې کېدو په اړه لاهم ډېر توپيرونه شته.لومړی، لوېديځو هېوادونو له ايران څخه غوښتنه وکړه چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ تر ادارې لاندې موافقه ليک پلی کړي تر څو د ذروي پلان روڼوالی پياوړی شي.دغه راز د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ څارونکي به نه يوازې په هر وخت کې د پوځي اډو په ګډون د ايران حساسو اډو ته ننوځي او د ذروي تجهيزاتو څارنه به کوي،بلکې د ايران ذروي کارپوهانو څخه به پوښتنې کوي ،حتې د ايران د ذروي پلان د اړوندو توکو په اړه به تحقيق کوي.د ايران په اند،دا د منلو وړ نه دي.

دوهم،ايران او لوېديځ هېوادونه د اقتصادي بنديزونو د لغوه کولو وخت او ګامونو په اړه څرګند توپيرونه لري.لوېديځو هېوادونو څرګنده کړه چې يوازې د ايران د موافقه ليک د پلي کولو له حالاتو سره سم به ګام په ګام بنديزونه لغوه شي.د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي غوښتنه وکړه چې که موافقه لاسليک شي،لوېديځ هېوادونه دې سمدلاسه پر ايران زياتره بنديزونه لغوه کړي.

د ايران پارلمان په دې وروستيو ورځو کې يوه لايحه تصويب کړه چې له مخې يې که ايران موافقه ليک پلی کړي،ټول بنديزونه دې سمدلاسه لغوه شي او د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسۍ دې د ايران د پوځي ،امنيتي او غير ذروي تجهيزاتو د څارنې حق ونه لري.بر سېره پر دې،بېلا بېلې خواوې په راتلونکي کې د ايران د ذروي تجهيزاتو د ابادۍ ، د پاتې شويو سنتري فيوژونو د شمېر او د يورانيومو د غني کولو د مسئلو په اړه د حلولو لارې چارې هم نه لري.

له ٢٠١٣ کال راهيسې د امريکا او ايران حکومتونو د خپل هېواد له خوا د سترو فشارونو او شکونو په وړاندې د زياتو ديپلوماتيکو ځواکونو او سرچينو تر لګولو وروسته د کيليدي مسئلو په اړه پرمختګونه تر لاسه کړي،نو دواړه خواوې به د خبرو اترو د نا کامۍ نتيجه ونه مني.د امريکا د پوځي کنټرول ټولنې د ايران مسئلې په اړه کارپوه کېلسي داونپورټ د خبرو اترو د نتيجې په اړه خوشبيني څرګنده کړه،ځکه چې ايران لوېديځو هېوادونو ته نژدې دی.

د ايران د ديپلومات په نوم د مجلې د څارونکي په اند اوس بېلا بېلې خواوې نه غواړي د ذروي خبرو اترو د څو مياشتو د ځنډېدلو په اړه بحث وکړي.که په راتلونکو څو ورځو کې وروستی موافقه ليک لاسليک نه شي، له سياسي لارې د ايران د ذروي مسئلې حلول به له زيان سره مخ کړي.

بر سېره پر دې،د يو شمېر کارپوهانو په اند ، که د اوباما حکومت غواړي د ايران ذروي مسئله حل کړي،کافي وخت ته اړتيا لري تر څو د هر اړخيز موافقه ليک تر لاسليکېدو وروسته به په سالم ډول پلی شي.د يادو خبرو اترو وخت د ځنډېدو تر اعلان وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوباما په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، هيله لرم چې موافقې ته به ورسېږو،خو دا يو ناوړه موافقه ليک دی،موږ به له خبرو اترو څخه لاس واخلو.واقعيت دا دی چې اوباما غواړي د يادو څرګندونو له لارې پر ايران باندې فشار زيات کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای