CRI Online

بان کي مون د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره د چين د خدمتونو د سند هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-01 15:52:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، م م سرمنشي بان کي مون د جون په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره د چين د خدمتونو د سند هرکلی څرګند کړ.

د م م د سرمنشي د وياند مرستيال فارهان هاک په يوه خبري ناسته کې وويل چين او جنوبي کوريا په همدې ورځ د خپلو خدمتونو سندونه وړاندې کړل چې په پاريس کې د اقليمي بدلون د مخنيوي په نړيواله غونډه کې د نوي تړون د لاسليکېدو لپاره يې حياتي ځواک برابر کړی او مهم رول يې لوبولی دی.

نوموړي وويل تر اوسه پورې څه دپاسه څلوېښتو هېوادونو د اقليمي بدلون د مخنيوی په اړه خپله موخه وړاندې کړې چې د ککړو شيانو يا غازونو د خپراوي اندازه يې د ټولې نړۍ شپېته برخه نيسي.

هارک وويل بان کي مون د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ څخه مننه کوي چې د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې يې غښتلی لارښوونکی ځواک څرګند کړی او قوي ژمنه يې کړې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای