د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماري هارف د جون په دېرشمه نېټه وويل د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه خبرې اترې به د جولای تر اوومې نېټې وغځېږي.
دغه خبر ماري هارف په خپله تويتر پاڼه خپور کړی او ويلي يې دي، ايران، امريکا، بريټانيې، فرانسې، روسيې، چين او جرمني د دغو خبرو اترو وخت له غځېدو سره موافقه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړپوړې استازې موغريني د جون په اته ويشتمه نېټه په ويانا کې وويل د ايران د ذروي مسئلې په اړه د خبرو اترو بهير به څو ورځې نور هم وغځېږي. هغې هيله وښودله چې په وروستيو ورځو کې به د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون لاسليک شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |