CRI Online

چين د څښاک اوبو او صحت په برخو کې د م م د زريز پرمختګ موخې پوره کړې

cri     (GMT+08:00) 2015-07-01 16:11:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ماشومانو صندوق او د نړيوال صحت سازمان د جون په ٣٠مه نېټه په نيويارک کې يو راپور خپور کړ. د دې راپور سره سم، چين د څښاک اوبو او صحت په برخو کې د م م د زريز پرمختګ موخې پوره کړې دي.

د م م د ماشومانو صندوق او د نړيوال صحت سازمان په ګډه د ٢٠١٥ کال لپاره د څښاک اوبو او صحت د تاسيساتو حالت او د زريز پرمختګ موخو د ارزونې راپور خپور کړ. له دې راپور څخه ښکاريږي چې په چين کې د ٩٥٪ نفوس د څښاک اوبو مسئله حل شوې او ٨٧٪ نفوس له ښو صحي تاسيساتو څخه ګټې اخيستلو ته لاس رسی لري.

په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې په نړۍ کې ٢ مليارډه ٤٠٠ مليونه خلک د لازمو صحي تاسيساتو له کمبود سره مخامخ دي چې له دې جملې څخه٩٤٦ مليونه خلک د تشنابونو د نشتوالي امله د ځمکې په مخ باندې بولې کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای