نړيوال بانک د جولای په لومړۍ نېټه د چين د اقتصاد په اړه د لنډ راپور په خپرولو سره اټکل کړی چې په ٢٠١٥ کال کې به د چين د اقتصادي پرمختګ انډول ٧.١ ٪ ته ټيټ شي او په ٢٠١٧ کال کې به ٦.٩ ٪ ته ټيټ شي، د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت به ورو شي خو برابر او دايمي مدار ته به ننوزي.
د نړيوال بانک لوړ پوړي اقتصاد پوه کرليس سميټس دې ته اشاره وکړه چې دغه ډول وروالی ښه دی. د لنډې مودې له لحاظه دا معنا لري چې حکومت د سيمه ييزو پورونو د کنټرول په حال کې دی. د اوږدې مودې له لحاظه دغه هڅې د چين د اقتصادي شکل د بشپړوالي لپاره ګټورې دي.
په راپور کې دا نظر ياد شوی چې د لنډمهالي پرمختګ او دايمي اصلاحاتو ترمنځ برابري په ٢٠١٥ کال کې د چين د کارونو مهم ټکی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |