د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جولای د درېيمې نېټې په سهار نهو بجو اوو دقيقو، د شينجيانګ د ختن سيمې په ګوما ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه 6.5 درجه زلزله وشوه، د ختن،کاشغر او اقسو په شمول سيمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
اوس د شينجيانګ د ويغوري خپلواکې سيمې د زلزلې ادارې د ژغورنې تدبيرونه پيل کړي دي. تر اوسه پورې د پنځو تنو د ټپيانو راپور ورکول شوی دی. د مرګژوبلې حالت لا هم د پلټنې په حال کې دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |