CRI Online

د شينجيانګ په ګوما ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو سره د مرستې او ژغورنې کارونه روان دی

cri     (GMT+08:00) 2015-07-04 18:02:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای د ٣مې نېټې تر ١٨ بجو پورې، د شينجيانګ په ګوما ولسوالۍ کې د ريکټر په کچه د شپږ اعشاريه پنځه درجې زلزلې له امله ٣ تنه وژل شوي او ٧١ تنه نور ټپيان شوي دي. اوس د ژغورنې کارونه روان دي.

د زلزلې له پېښېدو وروسته شينجيانګ د دوهمې درجې په کچه بېړني مرستې تر سره کړي، زلزله ځپلې سيمې ته يې کاري ډلې ليږلې او د شل مليونو يوانو په ارزښت مرستندويه پيسې يې زلزله ځپلې سيمې ته ورکړي دي. تر اوسه پورې ١٥٠٠ خيمې، ٢٠٠٠ بړستنې او ٢٠٠٠ جامې زلزله ځپلې سيمې ته ليږدول شوي دي. يوه طبي ډله او د شينجيانګ د اويغوري خودمختاري سيمې د زلزلو ادارې ٢ کاري ډلې زلزله ځپلې سيمې ته رسيدلې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای